پسوریازس
پسوریازس یوه مزمنه یا دوامداره، غیر انتانی (میکروبی، ویروسی، فنگسی) او غیر ساري ناروغي ده چی د خارښت، پوستک کيدو او سرخی سبب کېږي چی د پوستکی علاوه نوکان او مفصلونه هم زیانمنوى.
دغه ناروغى د پوستکى د اپيدرم يا کراتینوسیت د حجراتو د ژوند د تغيراتو نه را منځ ته کيږې.
حجرى په دوامداره توګه د خپل شکل د بدليدو او ټوټه ټوټه کيدو له امله د خاصو مرحلو په تيريدو سره پخيږي او خپله هسته له لاسه ورکوى او بالآخره د پوستکي د سطحى نه جلا کيږې او دغه عمليه په دوامداره توګه جريان پيداکوى او تقريبا په 23 ورځو کى د حجراتو د بدليدو او د پوستکى سطحى ته تر رسيدو وروسته دغه پروسه تکمیليږى.
اما د پسوریازس په ناروغۍ کى د حجراتو د ټوټه کيدو عمليه په چټکۍ سره تر سره کيږې او زيات شمير حجرى د ټوټه کېدو په برخه کى سهم اخلى او حجرى د پخيدو له پروسې مخکى د پوستکي سطحې ته رسيږى چى په سپين او نقرى شکل کى د پوستک په شکل معلوميږي چى د حجراتو د ژوند د دوران پروسه له 23 ورځو نه 3 تر 5 ورځو ته را ښکته کيږې.
د سرو کوچنى رګونو (مويرگ) د پرسوپ او د پوستکى د اخته شوى برخى د سوروالى سبب ګرځي.
0️⃣7️⃣6️⃣6️⃣0️⃣0️⃣5️⃣3️⃣5️⃣6️⃣
پته :- د آروین د پوستکی روغتون دهبورى چوک کابل افغانستان.
نظرات